دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 202221
سیګار: طالبان یوه ډله نه ده، له سولې وروسته یې بې وسلې کولو کې قوي اردو ته اړتیا ده
د سیګار مشر جان سوپکو وايي، په افغانستان کې اوسنی نظامي وضعیت هم له یو خونړي بحرانه کم نه دی، د افغانستان اقتصادي حالت کمزوری او د فساد تر څنګ د مخدره توکو کښت او قاچاق هم یو لوی سرخوږی دی.

د امریکا لخوا د افغانستان په بیا رغاونه د څار اداره یا سیګار وايي، افغانستان به د سولې له پروسې وروسته هم د امریکا مرستو ته اړتیا ولري او له افغاني ټولنې سره د طالب جنګیالیو ادغام مجدد باندې به ډېرې زیاتې پيسې مصرف شي.
د سیګار مشر جان سوپکو وايي، په افغانستان کې اوسنی نظامي وضعیت هم له یو خونړي بحرانه کم نه دی، د افغانستان اقتصادي حالت کمزوری او د فساد تر څنګ د مخدره توکو کښت او قاچاق هم یو لوی سرخوږی دی.
جان ساپکو ویلي، طالبان یوه ډله نه ده او د دې تر څنګ د داعش او نورو ترهګرو ډلو په څېر وسله وال هم په افغانستان کې فعال دي چې که سوله هم وشوه، دغو ډلو ته رسېدنه او د نامسووله وسله والو خالي سلاح کولو کې به پياوړې اردو ته اړتیا وي.
جان سوپکو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا همدا اوس له طالبانو سره په مذاکراتو کې له میاشتو راهیسې په یو بن بست کې مخامخ ده او د سولې نهايي شوی تړون د دواړو لوریو تر منځ د بې باوریو له کبله ورځ تر بلې له خنډ او ځنډ سره مخ دی.
 
https://avapress.com/vdceww8wzjh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته