ولسمشر غني امر کړی چې د انسان تښتونې د پيښو مخنیوي لپاره دې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت لخوا لویې څارنوالۍ سره په مشوره ځانګړې ډله جوړه کړای شي.
ولسمشر غني دا خبره د کابل ښار له صرافانو سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اساسي قوانین ناوړه استفادې او زورګويي نه مني او د صرافانو ټولو مسایلو ته به جدي پام وکړي.
ولسمشر ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې ژر تر ژره دې له لویې څارنوالۍ سره په ګډه د صرافانو او پانګوالو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په دې وروستیو کې د صرافانو او پانګه والو د تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.