ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې د زورواکانو، غاصبینو او غیر مسووله وسله والو څخه ولسونه نور تر پوزې رسېدلي دي او غوښتنه یې داده چې غاصبین، زورواکان او غیر مسوول وسله وال باید وځپل شي.
ولسمشر غني د دې ولسوالیو اوسېدونکو ته په خپلو خبرو کې وویل، هېواد مو افغانستان پرېمانه زېرمې لري، خو محدوده ډله د اصلاحاتو او له دغو زېرمو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیسي، مګر ستاسو په غوښتنه او ملاتړ به هیڅ وخت دوی ته د دې اجازه ورنه کړو.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکو له ولسمشر غني وغوښتل چې د دوی لپاره دې په خپلو سیمو کې د حکومت پر بودیجه د تحصیلي بورسونو، د ښوونځیو د تشکیل، ودانیو او ښځینه ښوونکو د استخدام، روجان بند، د غونډو تالارونو، بندونو، ویالو، د ښځینه دیني مدرسو، وړکتون، د ازرې او خاکجبار سړک او ورزشي لوبغالي لوبغالي جوړ کړي.
دوی ورته نورې غوښتنې هم له ولسمشر غني وکړې خو ولسمشر یې په ځواب کې وویل چې له تاسې سره د مور او میری چلند شوی دی او ژمنه یې ورسره وکړه چې د دوی ټولو غوښتنو ته به ځواب ورکړي.
ولسمشر غني په وروستیو کې وویل چې په هرو څلورو میاشتو کې به په خپله له خلکو سره د شویو پرمختګونو او لاسته راوړنو د ارزونې په اړه ناستې ولرم.