دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 202226
د تورخم دروازه د مسافرینو پر مخ  پس له ۱۰ ساعته پرانیستل شوه
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنک د لاریونونو پر مهال د تورخم دروازه نن سهار د پاکستاني حکومت له لوري د مسافرينو پرمخ تړل شوې وه، خو د لسو ساعتونو ځنډ وروسته پرانیستل شوه. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې یاده دروازه نن سهار وخته دواړه خوا د پاکستان پوځ له لورې د امنیتي ستونزو له کبله تړل شوې وې.

خو اوس د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي چې د شاوخوا لس ساعته ځنډ وروسته د تورخم لويه لاره د مسافرينو پرمخ پرانيستل شوه.
نوموړي په دې اړه بیا څه نه دي ویلي چې ګواکې د تورخم دروازه به د بار وړونکو موټرو پر وړاندې هم برانیستل شوي وي ، خو له سمي خلکو خبریال ډاټ کام ته وویل چې د بار وړنکو موټرو پر وړاندې بنده ده.
د دراوزې د بندیدو علت په سمه توګه نه دی په ډاګه شوی خو د سیمي خلک بیا وایي، چې په تورخم کې د افغان ځواکونو له لوري په پاکستان راکتیز بریدونه هم شوي وو چې له همدې امله یې بنده کړې ده.
خو په افغانستان کې سیاسي شنونکي بیا پر دې باور لري چې پاکستان د تورخم دروازه ځکه نن تړلې وه چې وړمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د منظور پښتین په ننګه ټویټونه وکړل ، خو پاکستان د دروازې په تړلو سره غوښتل چې افغانان وځوروي.
د معلوماتو له مخې د دروازې د تړلو پر مهال د تورخم هاغې غاړې په سلګونه افغانان چې پکې ځوانان ښځې، ماشومان، سړي، سپین سرې او سپین ږیري شامل وو ایسار شوي و، خو اوس په وار وار سره له تورخم راوړي.
پاکستان په داسې حال کې د تورخم دروازه تړلې وه چې د دې هېواد له لوري تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیول شوی دی، خو د خلاصون پر موخه یې پر افغانستان او پاکستان سربېره په ټوله نړۍ کې لاریونونه روان دي.
د منظور پښتین په ننګه په افغانستان کې پراخ لاریونونه روان دي، دغه راز یې په غبرګون ډیری افغان سیاسینو او افغان چارواکو هم خپل دریځونه روښانه کړی دی چې په دې توګه په پاکستاني حکومت اور بل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcj88e8muqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته