کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سبا څخه؛ مایع ګازو قیمت کابل کې ۴۰ افغانیو ته رسیږی!

9 دلو 1398 ساعت 19:35

 
ددی وروسته چی حکومت د کابل په ښار کې د هوا ککړتیا له امله د سکرو ډبرو ټولولو تصمیم ونیول، په یوځل د مایع ګازو قیمت دوه برابره ډير شوه، اوسیدونکې، حکومت او تاجران د خلګو څخه په باج اخیستنې باندی تورن کړ. اوس د تجارت او سرمایه ګذاری اتاق وایی چی د سبا څخه(پنج شنبه، ۱۰ دلو) یو کیلوګرام ګاز په کابل کې په عمده توګه ۴۰ افغانی قیمت ته رسیږی.



 
آوا خبرګزاری-کابل: جان آقا نوید، د تجارت او سرمایه ګذاری اتاق ویاند د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: د افغانستان تجارت او سرمایه ګذاری اتاق د نفتی مواد او مایع ګازو په برخه کې کابل او نورو ولایتونو کې ددی موادو په ارزانه قیمت عرضه کولو سره هیوادوالو ته ښه خدمت وکړی.
 
هغه زیاته کړه چی د تجارت او سرمایه ګذاری دا غوښتنې ته مایع ګاز وارد کوونکو تاجرانو مثبت ځواب ورکړی او تعهد کړي ترڅو کابل ښار ته مایع ګاز ډیرو واردولو سره قیمتونه کم کړی چی خوشبختانه د تیرو اونیو په لړ کې، زموږ هیوادوال د ګازو په قیمت کې د متواترو کمیدو شاهد وو.
 
نوید ادامه ورکړ چی اتاق اعلان کړي چی تاجران مو د مایع ګاز قیمت د سبا څخه په عمده توګه هر کیلو په ۴۰ افغانی په کابل کې عرضه کوی.
 
هغه همدارنګه د پرچون فروشانو څخه غوښتنه کړي چی انصاف رعایت کړي او د ګران فروشی څخه ډډه وکړی.
 
 


د مطلب کود: 202227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202227/د-سبا-څخه-مایع-ګازو-قیمت-کابل-کې-۴۰-افغانیو-ته-رسیږی

آوا
  https://www.avapress.com