کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملکی هوانوردی اداره: د کرونا ویروس کنترول په مقصد؛ هوایی مسافرینو صحی څیړنه کیږی!

9 دلو 1398 ساعت 19:54

 
ملکی هوانوردی اداره وایی چی هیواد ته کرونا ویروس ورود څخه مخنیوی لپاره، یو صحی ټیم د کابل/حامد کرزی بین المللی هوایی میدان کې ګمارل شوی دی.



 
آوا خبرګزاری-کابل: ملکی هوانوردی اداره د یو اعلامیه په خپرولو سره وایی چی ټول مسافرین بالخصوص چین سکتور مسافرین چی کابل ته رسیږی، ددی ټیم له لوری تلاشی او معاینه کیږی.
 
دا اداره ویلی دی چی ډیر ناستې د عامه روغتیا مسؤولین، ملی امنیت مسؤولین او سرحدی پولیس قوماندانی مسؤولینو سره ترسره کړي او کرونا ویروس کنترول لپاره تصمیم نیولی دی ترڅو ټول هوایی مسافرین صحی معاینه کړی.
 
ددی اداره اعلامیه زیاتوی چی صحی ټیم ګمارل شوی او په پرمختللی تجهیزاتو باندی مجهز دی.
 
دا اداره په داسی حال کې دی چی مخکې له دی د هیواد عامه روغتیا وزیر د چین سفیر سره په تلیفونی اړېکه کې د هغه څخه غوښتی وو چی په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو مخنیوی لپاره، د تجاری شرکتونو نمایندګانو او هغه افغانانو بېرته راتګ مخه ونیسی چی چین هیواد ته سفر کړی دی.
 
 


د مطلب کود: 202231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202231/ملکی-هوانوردی-اداره-د-کرونا-ویروس-کنترول-په-مقصد-هوایی-مسافرینو-صحی-څیړنه-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com