دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 202249
شفیق الله غفاري د نړیوال جام مخکښ توپ اچونکی دی
د سويلي افریقا په کوربتوب د نوولس کلنو څخه کم عمره نړیوال جام سيالیو کې تردې دمه افغان ځوانانو نوولس کلنې کریکټ ملي لوبډلې په زړه پورې لوبې کړي او خپل ډي ګروپ کې يې لومړۍ دوه سيالۍ په ښه توپیر له مخالفو لوبډلو ګټلي.

افغان نوولس کلنې لوبډلې په ۳ لوبو کې دوه سيالۍ له سويلي افریقا او اماراتو لوبډلو ګټلي او له کاناډا لوبډلې سره يې د باران له کبله مساوي پای ته رسيدلي ده.
په دې جام کې د نورو هیوادونو پياوړو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړو هم خپله وړتیا ښودلي ده.
د نوولس کلنو څخه کم عمره نړیوال جام سيالیو کې د زياتو ویکټو اخیستوونکو بالرانو په لیست کې افغان ورو توپ اچوونکي شفيق الله غفاري تردې دمه په لیست کې پاچاهي کوي.
نوموړي په دوو ترسره کړل شوو سيالیو کې د ۱۱ ویکټو اخیستلو سره د لیست په سر کې ځای لري.
غفاري تردې دمه په (۱۷،۱) اورونو کې ۴ مېډن اورونه ترسره کړي او يوازې ۳۸ منډې يې وکړي دي او ۱۱ لوبغاړي يې له مخې پورته کړي دي.
نوموړی همداشان د غوره اقتصادي توپ اچونه کې هم لومړۍ مقام له ځان سره لري. نوموړي په يادو لوبو کې په (۲،۱) منډو ورکولو سره، تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړي ده.
غفاري ښه توپ اچونه په يوه لوبه کې د ۱۵ منډو په بدل کې د ۶ ویکټو اخیستل دي.
د زیاتو ویکټو اخیستوونکو په لیست کې دوهم مقام بیا هندوستانی ریوي بېشوني سره دی چې ۱۰ ویکټې يې اخیستي دي. په دریم مقام اسټرالیاوی ټي سنګا دی چې په ۳ لوبو کې يې ۱۰ ویکټې اخیستي دي.
په څلورم مقام افغان الاصله انګلیستانی لوبغاړی حمیدالله قادري دی،چې په ۴ لوبو کې يې ۱۰ ویکټې اخیستي دي. په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه،د ۲۴ منډو په بدل کې د ۴ لوبغاړو سوځول دي.
په یاد ټورنامینټ کې بیا د زیاتو منډو جوړونکو لیست کې،سويلي افريقا نوولس کلنې لوبډلې لوبغاړي بي پرسن دی،چې په ۳ لوبو کې تردې دمه ۲۴۵ منډې جوړې کړي دي. په يوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۲۱ جوړې کړي دي.
همداشان نوموړی ۲۱۶ توپونو سره مخ شوی،یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه لري. هغه ۳۱ څلوريزې او ۳ شپږيزې هم وهلي دي.
په دوهم مقام کې نیوزیلینډی لوبغاړی ار اې ماریو دی چې په ۳ لوبو کې يې ۱۷۹ منډې په ۱۹۱ توپونو کړي دی.۱۷ څلوريزې او او ۱ شپږيزه یې وهلي ده.
په دریم مقام کې هندوستانۍ جایسوال دی.۳ لوبو کې يې ۱۴۵ منډې جوړې کړي دی.نوموړي دغه منډې په ۱۶۹ توپونو ترسره کړي دي.
ابراهیم ځدران بیا په دغه لیست کې ۶م مقام لري. نوموړي په ۲ لوبو کې ۶۹،۵۰ اوسط او ۷۲،۰۲ سټرایک رېټ سره يې ،په ۱۹۳ توپونو ۱۳۹ منډې جوړې کړي دي. یوه لوبه کې يې زياتې منډې ۸۷ دي.
شفيق الله غفاري په نړیوال جام کې د زیاتو ویکټو اخیستلو سره خپل لومړۍ مقام له ځان سره ساتلی دی.
 
https://avapress.com/vdceew8wojh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته