دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 202253
اصناف، د ښارګوټو او سوداګریزو مرکزونو مالکان، د توصیې او چاپیریالي لارښوونو په تر سره کولو مکلف دي

د کابل ښار د هوا ککړتیا د زیاتېدو په اړه د اندېښنو او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي د عالي کمېسیون په ناستو کې د جمهور رییس د جدي لارښوونې پر بنسټ، مسوول وزارتونه او ادارې، په لنډ وخت کې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره؛ د عمل پلان پر سمسلاسي تطبیق مکلف شوي دي.
د دغه کمېسیون د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، غړي وزارتونه او ادارې د یو شمېر مسوولیتونو په تر سره کولو ملکف شوي، چې په دې مسوولیتونو کې د ښارګوټو، لوړپوړو ودانیو او لامبو وهلو حوضونو د ګرمولو له سیستم څخه جدي څارنه، د پغمان ارغندۍ او نورو سیمو د رېګرېشنونو اخراج او بندول، د ژمي په موسم کې د خښتو پخولو داشونو بندول او له هغو څخه کلکه څارنه، اوبلن ګاز او برېښنا ته د دولتي ادارو، شرکتونو، موسسو، تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو د سون د سیستم بدلون، د نفتي توکو د تنظیم ادارې لخوا په مناسبه بیه د اوبلن ګاز وړاندې کول او خرڅول او د هوا او چاپېریال د ککړتیا د پایلو او زیانونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول؛ پکې شامل دي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال، عزت الله صدیقي، چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال د عمل پلان د سمسلاسي تطبیق په اړه معلومات ورکول، وویل چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د وزارتونو او ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او د جمهور رییس د لارښوونې پر بنسټ؛ اقدمات د پلي کېدو په حال کې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي، په دغه کنفرانس کې د ښارګوټو، د خښتو پخولو د بټیو، حمامونو، د ودونو د صالونونو، تولیدي فابریکو، رسټورانټونو، سونا حوضونو او نورو سوداګریزو مرکزونو له مالکانو څخه غوښتنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې پر توصیې او لارښوونې باندې عمل وکړي.
هغه وویل د پلان پر اساس دغو اصنافو او سوداګریزو مرکزونو ته د راتلونکې اوونۍ تر یکشنبې پورې وخت ورکړل شوی، چې د سون توکو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال د هغو سون توکو له سون څخه کلکه ډډه وکړي چې د چاپېریال او هوا د ککړتیا لامل کېږي. رحیمي خبرداری ورکړ، چې د اصنافو، شرکتونو او سوداګریزو مرکزونو د مالکانو د سرغړونې په صورت کې به پولیس له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.
دغه راز په یاد کنفرانس کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیالې، ډاکټرې مهتاب عالمي هم خبرداری ورکړ، که چېرې اصناف او د شرکتونو او لوړپوړو ودانیو خاوندان د یکشنبې تر ورځې پورې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې پر توصیې او لارښوونو عمل ونکړي؛ جریمه او عدلي او قضایي بنسټونو ته به وروپېژندل شي.
د چاپېریال ساتنې او عامې روغتیا د قوانینو او د هېوادوالو د روغتیا اهمیت ته په پام سره؛ حکومت او اړوند ادارې پر داسې کړنو مکلفې دي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمېدو لامل شي او په دې لاره کې لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه او پالیسۍ جوړوي.
 
https://avapress.com/vdcji8e8tuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته