دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 202265
امریکا؛ غزني کې د غورځېدلې الوتکې په اړه جزئیات خپاره کړل
افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، چې غزني ولایت کې د غورځېدلې الوتکې هغه برخه یې ترلاسه کړې چې ښایي د الوتکې تور بکس هم پکې وي.

دو ورځې وړاندې د غزني ولایت په دیک ولسوالۍ کې د امریکا پوځ یو الوتکه وغورځېده چې دو امریکايي ځواکونه پکې ووژل شول.
افغانستان کې دامریکا پوځ د یوې خبرپاڼې له مخې “کلن” او “کلن کېپتان” هغه دو امریکايي سرتیري چې د الوتکې غورځېدو کې وژل شوي دي.
غزني کې د الوتکې تر غورځېدو وروسته طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه د دوي لخوا ویشتل شوې ده، خو امریکايي چارواکو بیا وویل چې داسې څه یې نه دي موندلي چې وښیي الوتکه  د دښمن لخوا نسکوره شوې ده.
د الوتکې تر غورځېدو وروسته افغان چارواکو وویل چې الوتکه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې غورځېدلې ده، چې له همدې امله د پېښې په ورستیو ساعتونو کې ډول ډول راپورنه خپاره شول چې بیا وروسته په ډاګه شوه چې الوتکه د امریکا د پوځ و.
امریکايي چارواکو ویلي چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې په ښه ډول تر لاسه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcceiqip2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته