دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 202287
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یو پلاوی افغانستان ته راځي
د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي ادارې چارواکي وایي دغه پلاوی د کرنې، د اوبو مدیریت او د شعاع ورکونې ماشینونو خوندیتوب په برخو کې د اټومي تکنالوژۍ تخنیکي پروژو څیړنې لپاره راځي.


د دغې ادارې د چارواکو په وینا دغه پلاوی به د کابل د علي اباد روغتون لیدنه هم کوي؛ هغه روغتون چې ټاکل شوې ده په راتلونکو کلونو کې د اټومي طب په واسطه د سرطاني ناروغانو تشخیص او درملنه مرکز پکې جوړ شي.
د دغې ادارې د مطالعاتو پر اساس د وچو او تازه میوو ساتنه کې د شعاع ورکونې ماشیونونو د ټیکنالوژۍ کارول ګټور دي او په اوږدمهاله کې د دغو دستګاوو کارول کولی شي د افغانستان د وچو او تازه میوو د ۵۰ میلیون ډالرو د زیان مخه ونیسي.
د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي ادارې چارواکو ویلي چې د زلزلې د پيژندنې او ثبت مرکز یې هم جوړ کړی دی.
دوی وایي هڅه کوي چې اټومي ټیکنالوژي دولتي ادارو ته هم ور معرفي کړي، ترڅو افغانستان وکولی شي له دې لارې د نورو هیوادونو په څیر پرمختګ وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7x9xuak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته