دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 202293
امریکا افغانستان ته له ژمنې ۲ چنده کمې چورلکې ورکوي
د امریکا ملټري ټایمز مجلې راپور ورکړی چې د دغه هیواد دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د ۱۵۹ بلک هاک چورلکو پر ځای ۵۳ چورلکې او د ۳۲ عرادو AC-208 الوتکو پر ځای ۱۰ الوتکې ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، ټاکل شوې وه له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې افغان ځواکونو ته ۱۹۲ الوتکې ورکړي، خو اوس یې دا شمیر له دریو څخه دوه چنده کم کړی دی.
پنټاګون ویلي، د افغانستان هوايي ځواکونو د ارزونې په اساس اړتیا او وړتیا یوازې د همدومره الوتکو په تړاو موجوده ده او تازه یې له کانګرس څخه د دې طرحې منظوري هم اخیستې چې افغان ځواکونو ته چینیوک لویې چورلکې هم ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغانستان نږدې ۱۷۰ الوتکې په کور دننه لري چې زیاتره یې روسۍ دي او د ترمیم په اړه یې هم حکومت له ستونزو سره مخ دی.
 
https://avapress.com/vdcdnx0xsyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته