دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 202294
طالبان له ۱۹۹۰ راهیسې القاعده سره د اړیکې په اړه درواغ وايي
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې چې نن پنجشنبه نشر شو راغلي، طالبانو لا هم القاعده شبکې ته پناه ورکړې او د هغوی د وسله والو ساتنه کوي، چې په بدل کې یې د القاعده شبکې غړي دوی ته روزنه او امکانات برابروي. راپور وايي چې په هلمند کې د هند نیمې وچې لپاره د عاصم عمر وژنه دا ښيي چې القاعده له طالبانو او حقاني شبکې سره بیخي نږدې اړیکه کې ده.
ملګري ملتونه وايي، طالبانو له دې سره سره چې د سولې مذاکرات یې روان کړي دي، له القاعده شبکې سره یې لا هم اړیکې نه دي شکولي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې چې نن پنجشنبه نشر شو راغلي، طالبانو لا هم القاعده شبکې ته پناه ورکړې او د هغوی د وسله والو ساتنه کوي، چې په بدل کې یې د القاعده شبکې غړي دوی ته روزنه او امکانات برابروي.
راپور وايي چې په هلمند کې د هند نیمې وچې لپاره د عاصم عمر وژنه دا ښيي چې القاعده له طالبانو او حقاني شبکې سره بیخي نږدې اړیکه کې ده.
راپور وايي، طالبان له ۱۹۹۰ راهیسې له القاعده شبکې سره د اړیکې په تړاو درواغ وايي او لا هم د طالبانو په ډله کې د سلګونه بهرنیانو حضور له ابهامه ډکه او شکمنه موضوع ده.
ملګرو ملتونو همدا راز د طالبانو په لیکو کې د القاعده او بهرنیو جنګیالیو د حضور په اړه اندیښنه ښودلې او وايي، له القاعده څخه د طالبانو ملاتړ به نړۍ ته اوږدمهاله ګواښ وي.
په راپور کې همدا راز راغلي چې داعش ډله که څه هم په افغانستان کې سخته ځپل شوې مګر لا یې هم په دغه هیواد کې حضور پای ته نه دی رسېدلی.
 
https://avapress.com/vdceow8wejh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته