کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر۱۷۰ ته رسیدلی

10 دلو 1398 ساعت 16:33

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان د یوې بیړنۍ غونډې له پاره چمتووالی نیسي، ځیني هیوادونه له چین څخه خپل اتباع راباسي. په دې ترڅ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر هم لوړ شوی دی.


 په چین کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۱۷۰ تنو ته رسیدلی دی او په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر هم تر ۷۷۰۰ اوښتی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان یوه بیړنۍ غونډه رابللې ده څو په دې هکله غونډه وکړي چې په نړیواله کچه بیړنی روغتیایي وضعیت اعلان شي که نه.
پر دې سربیره یو شمیر هیوادونه د چین له ووهان ښار څخه، چیرې چې لومړی دغه ویروس رامنځ ته شو د خپلو اتباعو د راایستلو په هڅه کې دي.
د چین د روغتیا ملي کمیسیون ویلي دي چې اوس په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۷۷۳۶ پيښې تائید شوي دي چې زیاتره یې د هوبۍ په ولایت کې دي. زیاته شوې ده چې د ۱۲۳۹ کسانو روغتیایي وضعیت کړکیچن دی. دا هم ویل شوي دي چې ۸۱ زره کسان په دغه ویروس د اخته کیدو د احتمال له کبله تر څارنې لاندې دي.
په چین کې د ۱۷۰ مړو شوو کسانو له ډلې څخه یې ۱۶۲ تنه د هوبۍ ولایت دي. دغه ویروس د هوبۍ ولایت مرکز ووهان څخه خپور شوی.
نوې ارقام ښيې چې یوازې د چهارشنبې په ورځ ۳۸ کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي چې د یوه کس پرته نور ټول د هوبۍ وو. تر اوسه دا په یوه ورځ کې د دغه ویروس له کبله د مړو شوو کسانو تر ټولو لوړ شمیر دی.
 


د مطلب کود: 202296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202296/د-کرونا-ویروس-له-کبله-مړو-شوو-کسانو-شمیر۱۷۰-ته-رسیدلی

آوا
  https://www.avapress.com