کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټرمپ پلان؛ اسراییل څه ګټي او فلسطنیان څه بایلي؟

10 دلو 1398 ساعت 16:03

فلسطنیان د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر پلان غندي او وايي د دوی په تاوان دی.

دې پلان کې هغه یهودۍ مېنې یا ښارګوټي په رسمیت پېژندل کېږي او رواتوب ور کول کېږي چې نیواکي فلسطین کې جوړې شوې، خو د نړیوال قانون له مخې دا مېنې بې قانونه دي، که څه هم اسراییل پرې دعوه لري.

دې پلان له مخې د فلسطین تر ټولو حاصلخېزې سیمې ډېره برخه د اسراییل کېږي او خپل راتلونکي دولت کې اسراییل ته پر لوېدیځه غاړه پوره امنیتي کنټرول په برخه کېږي.



د مطلب کود: 202297

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202297/د-ټرمپ-پلان-اسراییل-څه-ګټي-او-فلسطنیان-بایلي

آوا
  https://www.avapress.com