کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سلام رحیمي: د امریکا او طالبانو مذاکرات روان دي خو پرمختګ یې نه دی کړی

10 دلو 1398 ساعت 18:00

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي په کابل کې د ترکیې له سفیر اوزان طغرل سره په لیدنه کې ویلي، کابل د افغان سولې لپاره د ترکیې د هڅو ستاینه او مننه کوي.
سلام رحیمي د دغې لیدنې په اړه په ټویټر هم لیکلي چې افغان حکومت غواړي د افغان سولې له پروسې څخه د ملاتړ لپاره د یوې نړیوالې ډلې په رامنځته کولو له خپلو ټولو شریکانو سره تماسونه برقرار وساتی.



سلام رحیمي ویلي، په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو مذاکرات د پخوا په څېر روان دي خو نتیجې ته نه دي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي زلمي خلیلزاد طالب مرکچیانو ته په دوحه کې نوي شرطونه وړاندې کړي دي او مهلت یې ورکړی چې د سکاټ میلر او خلیلزاد د بلجیم له سفر وروسته ورسره د نویو شرطونو په اړه د د طالب مشرانو نظرونه شریک کړي.
په دغو شرطونو کې ویل کېږي چې لومړی یې د دوامداره تاوتریخوالي راکمول او د بین الافغاني سولې تر هوکړې پورې په افغانستان کې د امریکایانو پاتې کېدل مهم ټکي دي.
 


د مطلب کود: 202298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202298/سلام-رحیمي-د-امریکا-او-طالبانو-مذاکرات-روان-دي-خو-پرمختګ-یې-نه-دی-کړی

آوا
  https://www.avapress.com