کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا سفارت:

ټاکنیز کمېسیونونه دې په پوره همغږۍ شفاف کار وکړي

10 دلو 1398 ساعت 19:09

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن د ټاکنو له کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتي چې په راڼه ډول او پوره همغږۍ خپلې چارې مخته یوسي.

راس ویلسن نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ویلي، د ولسواکۍ د ساتنې لپاره لازمه ده چې قوانینو او د مشارکت اصولو ته درناوی وشي.

ښاغلي ویلسن ویلي، له دواړو کمېسیونونو غواړي چې په شفاف او دقیق ډول خپل کار وکړي تر څو خلکو ته قانع کوونکې پایله په لاس ورکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه د نه همکارۍ شکایت کوي.



د مطلب کود: 202299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202299/ټاکنیز-کمېسیونونه-دې-په-پوره-همغږۍ-شفاف-کار-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com