دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 202299
ټاکنیز کمېسیونونه دې په پوره همغږۍ شفاف کار وکړي
په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن د ټاکنو له کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتي چې په راڼه ډول او پوره همغږۍ خپلې چارې مخته یوسي. راس ویلسن نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ویلي، د ولسواکۍ د ساتنې لپاره لازمه ده چې قوانینو او د مشارکت اصولو ته درناوی وشي. ښاغلي ویلسن ویلي، له دواړو کمېسیونونو غواړي چې په شفاف او دقیق ډول خپل کار وکړي تر څو خلکو ته قانع کوونکې پایله په لاس ورکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه د نه همکارۍ شکایت کوي.
https://avapress.com/vdcjh8e8huqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته