دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۶
د مطلب کود : 202300
د طالبانو شمېر ۸۰ زره نه دی، د سیګار راپور دقیق نه دی
صدیق صدیقي وايي، د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار راپور له مبالغې ډک دی او حقیقت نه لري. سیګار ویلي وو، امریکا ته به په افغانستان کې د سولې له هوکړې وروسته د ۸۰ زره طالب جنګیالیو ادغام مجدد له مصرف او مشکلاتو ډکه پروسه وي. خو اوس د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تاند ته په خبرو کې ویلي، طالبان دقیقه شمېره نه لري، خو دا ډله دومه نه ده او د سیګار هغه راپور هم چې د طالبانو شمېر یې اتیا زره ښودلی دقیق نه دی. ښاغلي صدیقي همدا راز ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو کې کوم تازه پرمختګ نه دی شوی. د نوموړي په خبره افغان دولت لا هم په اوږدمهاله اوربند ټینګار کوي، خو طالبان لا هم اوږدمهاله یا لنډ مهاله اوربند ته تیار نه دي
https://avapress.com/vdccxiqix2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته