کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرۍ ماڼۍ:

د طالبانو شمېر ۸۰ زره نه دی، د سیګار راپور دقیق نه دی

10 دلو 1398 ساعت 19:16

صدیق صدیقي وايي، د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار راپور له مبالغې ډک دی او حقیقت نه لري.

سیګار ویلي وو، امریکا ته به په افغانستان کې د سولې له هوکړې وروسته د ۸۰ زره طالب جنګیالیو ادغام مجدد له مصرف او مشکلاتو ډکه پروسه وي.

خو اوس د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تاند ته په خبرو کې ویلي، طالبان دقیقه شمېره نه لري، خو دا ډله دومه نه ده او د سیګار هغه راپور هم چې د طالبانو شمېر یې اتیا زره ښودلی دقیق نه دی.

ښاغلي صدیقي همدا راز ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو کې کوم تازه پرمختګ نه دی شوی.

د نوموړي په خبره افغان دولت لا هم په اوږدمهاله اوربند ټینګار کوي، خو طالبان لا هم اوږدمهاله یا لنډ مهاله اوربند ته تیار نه دي



د مطلب کود: 202300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202300/د-طالبانو-شمېر-۸۰-زره-نه-دی-سیګار-راپور-دقیق

آوا
  https://www.avapress.com