کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرونا ویروس قربانیانو شمیر ۱۷۰ تنو ته ورسید

10 دلو 1398 ساعت 16:31

 
تراوسه د چین ۷۷۱۱ تنه اوسیدونکې د کرونا په ویروس اخته شوی او ۱۷۰ تنه یی هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



 
د چین ملی بهداشت کمیسیون اعلام کړي: تراوسه ۷۷۱۱ تنه په ټول هیواد کې کرونا ویروس باندی اخته شوی او ۱۷۰ تنه یی هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
تراوسه ۱۲ زره او ۱۶۷ تنه په دی ویروس باندی اخته لیدل شوی او ۱۲۴ تنه د ښه کېدو وروسته مرخص شوی دی.
 
دا ویروس باندی ککړ کسانو شمیر په تایلند، جاپان، جنوبی کوریا، ویتنام، سنګاپور، مالزیا، نپال، فرانسه او استرالیا کې په ترتیب سره ۱۴ او ۱۱ او ۴ او ۵ او ۲ او ۱۰ او ۷ او ۱ او ۵ او ۷ تنو ته رسیدلی دی.
 
دا ویروس د لومړۍ ځل لپاره د دسامبر میاشتی په ۱۲ نیټه په ووهان کې لیدل شوی دی. ددی ښار مسئولین د دسامبر په ۳۱ نیټه اعلان کړي چی ۲۷ تنه دریایی خوړو پوری اړوند دا مریضی باندی اخته شوی او دا بازار هم تړل شوی دی.
 
ددی ویروس لپاره واکسین شتون نه لری او د ژغورنې یواځینی لاره یی په قرنطینه کې د مریض ژیر درمان دی. دا ویروس د مسافرانو له لاری د چین څخه بهر هم خپور شوی او په ټول نړۍ کې اندیښنی راپارولی دی.
 


د مطلب کود: 202304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202304/د-کرونا-ویروس-قربانیانو-شمیر-۱۷۰-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com