کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کې ملي امنیت د حقاني شبکې ۱۰ غړي نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1398 ساعت 17:26

د پکتیا سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د حقاني شبکې ۱۰ غړي نیولي دي.


د پکتيا والي وياند عبدالله حسرت ويلي؛ د ملي امنیت ځواکونو د حقاني شبکې داسې ۱۰ وسلوال طالبان نيول شوي، چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې له هڅو خلکو ته سرخوږی رامنځته شوی و.
دوی زیاتوي، له دې کسانو يوه اندازه وسله او پوځي تجهيزات هم پاتې شوي او ځينو په کې خپل جرمونه هم منلي دي.
هغه دا هم ویلي، چې دا کسان د يوې اوونۍ په اوږدو کې د دې ولايت له بېلابېلو سيمو نيول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امنيتي ځواکونو د هڅو او وړتیاوو له ډېریدو سره د دې ولایت امنيتي ساحه پراخه شوې او هڅه کیږي، چې په ژمي کې تر لاسه شوې سيمې تر امنيتي پوښـښ لاندې وساتل شي.
له نيول شويو کسانو څخه سيف الله نومي ويلي؛ د ديورند کرښې له لرې غاړې د پاکستاني حافظ رشيد د وسلوالې ډلې لخوا ورته ماينونه ورکړشوي وه، چې د ډنډپټان ولسوالۍ په څپري بازار کې یوه حکومتي موخه پر نښه کړي.
د امنيتي ځواکونو د ځينو غړیو په ګډون د پکتیا یو شمېر اوسیدونکي نيوکه کوي او وایي، چې له وسلوالو سره د اړیکې او یا غلا پر تور نیول شوي وسلوال په محاکمو کې د فساد له کبله بېرته خوشي کيږي.
 


د مطلب کود: 202310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202310/په-پکتیا-کې-ملي-امنیت-د-حقاني-شبکې-۱۰-غړي-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com