دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 202312
مودي: هند په ۷ ورځو کې پاکستان له خاورو سره خاورې کولای شي
د هند لومړی وزیر نرندرامودي وايي، هند د دې وړتیا لري چې پاکستان د اوه ورځو په اوږدو کې له خاورو سره خاورې کړي.


د هند لومړي وزیر دا څرګندونې هند کې د یوې پوځي غونډې پر مهال کړي، او ویلي چې هند تل له پاکستان څخه جګړې ګټلي، او په نوې پېښېدونکې جګړه کې هم کولای شي چې پاکستان ته په ډېره کمه موده کې ماته ورکړي.
نرندرامودي همداراز ویلي چې پاکستان کشمير اوجمو کې  نیابتي جګړه پر مخ وړي، چې په زرګونه ملکیان او امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.
د دې په وینا هند هېڅ کله پاکستان ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې د جمو او کشمېر دې غاړې سیمو کې خپل ترهګریز فعالیت ولري.
هغه وايي چې هند تیرو درې جګرو کې پاکستان ته ماته ورکړې، او که دا ځل هم وغواړي نو د اوه ورځو په اوږدو کې به ټول پاکستان د پوځ له لارې له خاورو سره خاورې کړي.
پاکستان بیا د مودي دا ډول څرګندونې جګړې ته رابلل یاد کړي، او هغه یې غیر مسؤلانه او ناسمې خبرې یادې کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfy0d00w6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته