دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۴۵
د مطلب کود : 202334
سازمان ملل: طالبانو تراوسه خپل اړېکې د القاعده شبکه سره ساتلی دی
  د سازمان ملل تحریمونو کمیتی تازه ریپورت ښیی چی د سولې خبرو اترو سربیره، القاعده شبکه د طالبانو سره نږدی همکاری لری او نظامی او مذهبی ښوونکې ددی ډلې په اختیار کې ورکړی دی.

 
 
په دی ریپورت کې همدارنګه راغلی دی چی القاعده شبکه د طالبانو څخه مالی ملاتړ ډیرولو سره، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو مخه نیسی.
 
له بل لوری هم طالبانو ته نږدی سرچینی وایی چی دا ډله امریکایی ځواکونو باندی بریدونو درولو او افغانستان دولتی ځواکونو باندی بریدونو کمولو باندی امریکا سره توافق ته رسیدلی دی.
 
د طالبانو اړېکه قطع کېدل د القاعده شبکه په شان تروریستی ډلو سره په دوحه کې د خبرو اترو اصلی برخه بلل کیده. خو سازمان ملل متحد تحریمونو کمیته تازه ریپورټونه ښیی چی د امریکا او طالبانو خبرو اترو سربیره، تراوسه هم دا ډله نږدی همکاری لری.
 
ددی ریپورت په اساس، القاعده سولې خبرو اترو باندی طالبانو رهبرانو حد څخه ډیر تمرکز څخه اندیښمند دی او هڅه کوی ترڅو طالبانو څخه مالی ملاتړ سره افغانستان حکومت سره ددی ډلې خبرو اترو مخه ونیسی.
 
تمیم عاصی، د افغانستان سولې او جګړی انستیتوت رئیس وایی چی امریکایان د طالبانو طرحه مطالعه کړي او جنرال میلر یولړ وړاندیزونه، غوښتنې طالبانو ته وړی دی.
 
قرار دی چی زلمی خلیلزاد، د ناتو سره سره رایزنیو پای ته رسیدو وروسته د بروکسل څخه اسلام آباد او وروسته کابل ته سفر وکړی ترڅو تاوتریخوالی کمېدو طرحه افغانستان حکومت سره شریک کړی؛ هغه طرحه چی د ریاست جمهوری ماڼۍ نه منی.
 
https://avapress.com/vdcjt8e8xuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته