دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 202343
د ننګرهار په دولتي ادارو کې مېرمنو ته د خوندي چاپېريال د رامنځته کېدو په اړه ناسته تر سره شوه
په همدې اړه جوړه شوې ناسته کې د ولایت مرستیالې حبیببې کاکړ، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د جندر ریاست مسوولینو او د یاد ولایت د بېلابېلو ادارو استازو برخه اخیستې وه.
د ولايت مرستيالې وويل: نننۍ ناسته د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي د مخنيوي شپاړلس ورځني کمپاين برخه ده، چې په کې د دولتي ادارو مسئولينو ته، د مېرمنو لپاره په ادارو کې د خوندي چاپېريال رامنځته کېدو په موخه معلومات ورکړل شول.
د ناستې په پای کې دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې د ګډونوالو له لوري د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جندر ریاست له مسوول اسدالله قوياش سره شريکې شوې، چې د حل په موخه به يې لازم اجراات تر سره شي.
https://avapress.com/vdcjx8e8tuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته