کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶۸ پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

11 دلو 1398 ساعت 10:38

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د لغمان والي محمد آصف ننګ او یو شمېر مسوولینو له لوري، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، په بېلابېلو برخوکې د ۱۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۱ پروژو چارې پېل او د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د یادونې ده چې په دغو پروژو کې د ترانسپورټ، د څښاک د پاکو اوبوسیستمونه، د سړکونو رغونه، د وړو بندونو او کانالو سربېره ګن شمېر نورې برخې شاملې دي.



د مطلب کود: 202344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202344/د-لغمان-په-مرکز-او-ولسوالیو-کې-۱۶۸-پروژې-پیل-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com