دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 202346
غني: دجلغوزیو په څېر ۱۵ نورو توکو ته هم مارکېټ پیدا کوو
افغان ولسمشرمحمداشرف غني وايي، په راتلونکي یوه کال کې به لږ تر لږ د افغانستان پنځلسو تولیدي توکو ته د جلغوزیو په شان نړیوال مارکیټ پیدا کړي. ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د مالدارۍ او کرنې محصولاتو خونې د جوړېدلو په پرانېستغونډه کې دا خبره وکړه. سږ کال زمونږ ټول هدف دا دی چې څه مو له جلغوزي سره وکړل لږ تر لږه د ۱۵ نورو توکو سره یې هم باید وکړو. نوموړي دا هم وویل، چې دې برخه کې د توکو کیفیت یا څرنګوالی بنسټیز اهمیت لري.

ځینې سوداګر په دې باور دي چې د افغان توکو پروسېس هغسې نه کېږي لکه د نورو توکو، خو ولسمشر غني له افغان سوداګرو او بزګرو سره د کرنیزو تولیداتو د پروسیس په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.
ولسمشر غني کرنه او مالدارۍ د افغانستان له ټیکاو سره تړلي وبلل:
کرنه او مالداري یوازې د ودې لپاره نه ده، بلکې باثباته افغانستان په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، ځکه ډېری افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او چې دوی په پښو ونه درېږي، افغانستان کې ټیکاو نه راځي، ځکه سیاسي او اداري او هر اړخیز اهمیت لري.

نوموړي دا هم وویل چې تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات درې چنده شوي او له میلیارد ډېر شوي دي.
هغه دا هم وویل، موخه یې دا ده چې هر کال صادرات پنځه سوه میلیارد ډالره زیات شي.
افغانستان اوس په کلني ډول د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادروي، چې لویه برخه یې وچه او تازه میوه جوړوي او د اوو (۷) میلیارډ ډالرو په ارزښت واردت لري.
ښاغلي غني همدا راز وویل، په راتلوونکو پنځو کلونو به د افغانستان اوبه ۸۰ سلنه مدیریت کړي.
د نوموړي په وینا اوس په افغانستان کې د اوبو۷۵۰ کوچینو بندونو د جوړېدو کارونه روان دي.
 
https://avapress.com/vdcc0iqie2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته