کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر: کرنه او مالداري د افغانستان ثبات لپاره اړینه ده

11 دلو 1398 ساعت 10:50

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ مازدیګر د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې پرانیستغونډه کې د وینا پرمهال وویلې، چې کرنه او مالداري یوازې د ودې نه، بلکې د افغانستان د ثبات لپاره اړین دي.
ولسمشر غني زیاته کړه، حکومت په دې کار کوي، چې د ښار او کلي فاصله لمنځه یوسي او د کرنې له سیاسي، اداري او اقتصادي هر اړخیز اهمیت څخه ګټه پورته شي.



هغه وویلې، د افغانستان راتلونکی په کرنې پورې تړلی دی.
نوموړي د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیو ته وویل، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به ستاسو غږ یو کړي او محصولات به مو په اسانه او ارزانه په کور دننه مارکېټونو سربېره بین المللي مارکېټونو ته ورسېږي.
ولسمشر غنې وویلې، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات درې برابره شول او له یو میلیارد ډالرو څخه واوښتل.
هغه زیاته کړه: 《زموږ پلان دا دی، چې هر کال باید په دې کچه ۵۰۰ میلیون ډالر زیات شي. د حکومت ژمنه دا ده چې ستاسو تولیداتو ته بین المللي بازارونه پیدا کړي》.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د هیواد له سوداګرو وغوښتل، چې د صادراتو کیفیت او حیثیت ته جدي پام وکړي.
هغه دغه راز په ټینګار سره زیاته کړه ،د افغانستان هر سفیر او کونسل به په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د تولیداتو استازیتوب کوي او په خبره یې تر اوسه د سوداګریزو اتشو کارونو ښه پایله ورکړې ده.
ولسمشر وایي، صادرات د باور زنځیر دی او دولت ژمن دی، چې له پروسس تر پلور پورې په ټولو مرحلو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
افغان ولسمشر په ټینګار سره وویل، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د ښه والي لپاره د اوبو مدیریت مهم دی او افغانستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ۸۰ سلنه اوبه مهار کړي.
غني د هیواد مالدارانو او کروندګرو ته وویل، حکومت په پلان کې لري د هیواد په ۵ نقطو کې د ارزښت زنځیر اساسي مرکزونه جوړ کړي، څو هغوی پوه شي، چې محصولات یې له تولید تر پلور پورې خپل اررښت لري او څه ډول یې وساتي.
هغه دغه راز په هېواد کې د څړځایونو په اړه وویلې وویلې، دولت د څړځایونو د غصب مخنیوی کوي او ژمن دی، چې په تدارکاتو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول کېږي او د ښځو د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیو ته به په تدارکاتو کې ۵ سلنه ترجیح ورکړل شي.
په ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني وویل، د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به په ولایتونو او کلیو کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیې تر یوه چتر لاندې راټولې کړي او له تولید تر پروسس او باراز موندنې پورې ټولو مرحلو کې به همغږي ښه او زیاته کړي.
بل لورته د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي، د یادې خونې جوړېدل د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیې بین المللي بازارونو سره نښلولو برخه کې مهم وبلله او پت خبره یې دې سره به ملي اقتصاد وغوړېږي.
کلونه وروسته داسې مهال کروندګرو او مالدارانو ته د سهولتونو برابرولو خبرې کیږي،چې په یادو برخو کې زیات شکایتونه شتون لري.
 


د مطلب کود: 202347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202347/ولسمشر-کرنه-او-مالداري-د-افغانستان-ثبات-لپاره-اړینه-ده

آوا
  https://www.avapress.com