کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ډاکټر نجیب لور:

که سوله وشي پلې د پلار قبر ته ځم

11 دلو 1398 ساعت 12:36



د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو یو کال کېږي او خلک لا هم دې بهیر ته اندېښمن او هیله من ګوري او پایلو ته یې په تمه دي.
دا خبرې له لوړو ژورو تېرېږي او تازه مسله پکې د تاوتریخوالي کمول او اوربند دی.
ځینې افغان وګړو وروستیو ورځو کې ټوېټر کې دا کمپاین پیل کړی "که سوله وشي څه به کوې"؟
په دوی کې د پخواني افغان ولسمشر ډاکتر نجیب د لور هیله نجیب او د عطیه مهربان ټوېټونو پام خپل کړی.
عاطیه مهربان مدني فعاله ده او مجاهد پلار یې د ډاکټر نجیب پرضد جنګېدلی دی.
ډاکټر نجیب او ورور یې کابل ته د طالبانو ننوتلو سره د دې ډلې له خوا ووژل او په دار وځړول شول.
 


د مطلب کود: 202348

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202348/سوله-وشي-پلې-د-پلار-قبر-ته-ځم

آوا
  https://www.avapress.com