دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 202353
داوړ: پاکستان سره د پښتنو ځورولو خطرناکه پروژه ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او پارلماني غړی محسن داوړ وایي،پاکستان د پښتنو په مشرانو د غدارانو نومونه او ټاپې لګوي چې دا د ریاست په لاس کې یوه خطرناکه پروژه ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر محسن داوړ چې خپله هم د منظور پښتین په ننګه احتجاج ته راوتلې و د نیول کېدلو یوه ورځ وروسته نوموړي د پاکستان په پارلمان کې ټولو وکیلانو ته سپیني سپیني خبرې وکړې.

محسن داوړ له پاکستاني ریاسته وغوښتل چې باید نور پر خلکو د غدارۍ لګولو ټاپې بندي کړي، د هغه پر وینا ځکه چې دا یوه خطرناکه پروژه او د پاکستاني ریاست په لاس کې په بشپړه توګه ده.
محسن داوړ په لوړ جرعت سره د پاکستان په پارلمان د وینا پر مهال وویل، “د پاکستاني ریاست مخه باید ونیول شي چې هر چاته د غدار خطاب کوي، که نه داسې وخت به راشي چې د پاکستان ادارو څو کسان به پاتې وي او نور ټول ولس به د غدارانو په نوم تورن وي.
داوړ زیاتوي، پاکستاني ریاست په داسې حال کې د مشر منظور پښتین نیولو حکم وکړ چې مونږ ته د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک هم دوه ورځې وړاندې د خبرو کولو وړاندیز وکړ، نو ایا دا څنګه ریاست دی؟ واک یی د چا په لاس کې دی او ولې دوه مخي کوي؟
محسن داوړ د پاکستان د پارلمان مشر او نور وکیلانو ته په خطاب کې وویل، پاکستاني ادارو پر باچا خان، ولي خان، اسفندیارولي خان، فاطمه جناه او ذوالفقار علي بوټو هم د غدارۍ تورونه لګولي و،خو معلومه نه ده چې پاکستان د چا له خوا اداره کېږي؟
محسن داوړ د پاکستاني ریاسته وغوښتل هرڅوک د پاکستان په قانون نیوکه کولی شې دا خو کوم جرم نه دی نو په دې توګه دې ژر تر ژر د پښتنو سر لاری مشر منظور پښتین له زندانه ازاد کړي.
محسن داوړ وروسته له هغې د پاکستان په پارلمان کې دا خبرې کوي چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د پښتون ژغورنې
غورځنک مشر منظور پښتین د پاکستاني پولیسو له لوری په جالي قضیه کې ونیول شو.
محسن داوړ د منظور پښتین وروسته د پښتون ژغورنې غورځنک تر ټولو مهم غړی بلل کېږي چې د پښتنو لپاره د مبارزو پر دوام دا دوهم ځل دی چې د ریاست له لوري نیول کېږي، خو بیا هم د پښتنو لپاره په مبارزو بوخت دی.
د یادولو ده چې د منظور پښتین برخلیک لاهم نامعلوم دی، خو په غبرګون یې پر افعانستان، پاکستان او نړۍ کې پراخ لاریونونه روان دي.
 
https://avapress.com/vdcamunue49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته