کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا خپلو وګړو ته: افعانستان، چین او عراق ته سفر مه کوئ

11 دلو 1398 ساعت 15:53

د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې چین، عراق او افغانستان ته دې سفر نه کوي.
دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د روغتیا نړیوالې ادارې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله بیړنی حالت اعلان کړ تر څو نورو هیوادونو ته انتقال نه شي.



 په ووهان ایالت کې کرونا وایرس ٢٠٤ کسان مړه کړي او له لس زره څخه زیات پرې اخته شوي دي.
همدا راز شاوخوا شل هیوادونو کې د کرونا وایرس مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي وایي چې د دې ویروس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري ورکړل شویو ارقامو څو چنده زیات دی.
 


د مطلب کود: 202354

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202354/امریکا-خپلو-وګړو-ته-افعانستان-چین-او-عراق-سفر-مه-کوئ

آوا
  https://www.avapress.com