دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 202360
د فلسطینیانو په حق یو بل تجاوز (د پیړۍ معامله)
تر ۷۰ کاله زیات وخت کیږي چې فلسطین د مظلومیت او له حقه حقوقو د محرومیت سمبول ګرځيدلی. فلسطینیي مسلمانان د ځمکې د مخ تر ټولو مظلوم خلک دي چې د خپل تاریخي هیواد (فلسطین) ۸۵ فیصده خاوره ترې په زور او تزویر نیول شوې او د نفوس نیمایي برخه یې په ګاونډیو هیوادونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مهاجرت او بې کورۍ ژوند تیروي. افغان اولس چې د فلسطینیانو په شان یې د جګړو، بې کورۍ او اشغال مصائب زغملي د فلسطین د مظلوم ملت درد له هر چا ښه درک کوي.

خو د فلسطین پر بې وسه ملت لا هم د نړیوال اشغالګرو زړه نه دی یخ شوی او لا هم لګیا دي، د نویو ظالمانه طرحو په وړاندې کولو سره غواړي د فلسطین پاته برخه هم اشغال کړي او دغه مظلوم ملت له ټولو حقوقو محروم کړي.
د فلسطیني ملت په حقوقو لومړنۍ تیرۍ هغه مهال وشو چې څه باندې اویا کاله وړاندې د دوی په خاوره یو صهیونیستي دولت رامنځته او د فلسطیني مسلمانانو تر نیمایي زیاته خاوره یې ونیوله. ورپسې په ۱۹۶۷ کال کې صهیونیستي رژیم د فلسطیني مسلمانانو پاته خاوره هم اشغال کړه، د مسجد اقصی په شمول یې شرقي بیت المقدس تر خپل تصرف لاندې راووست او د مسلمانانو په ځمکو یې د ښارګوټو جوړولو کار پيل کړ. په دې ورځو کې چې د امریکایي ولسمشر ټرامپ او د اسرائیلي مشر بنیامین نتنیاهو لخوا ( د پیړۍ معامله) په نوم کومه طرحه اعلان شوې، هدف یې دا دی چې د مسلمانانو په ځمکو او خاص ډول بیت المقدس باندې صهیوني اشغال ته مشروعیت ورکړي او فلسطیني مسلمانان د تل لپاره د خپلو حقوقو له دعوا منصرف کړي.
که له یوې خوا د مسلمانانو د لومړني قبلې ( مسجد اقصی) اشغال د اسلامي امت یوه مشترکه قضیه ده چې باید په اړه یې خپل دیني مسؤلیت اداء کړي، له بلې خوا د یوې انساني ټولنې په حیث د فلسطیني ملت د حقوقو غصب یو داسې صریح او ښکاره ظلم دی چې باید ټوله انساني نړۍ یې په وړاندې ودریږي او د مخنیوي هڅه یې وکړي.
که چیرې په نړیواله کچه بشري وجدان ژوندی وي او په نړۍ د ځنګل قانون نه وي نافذ، نو باید اجازه ورنکړل شي چې د یوه بشپړ ملت د محو کولو دسیسه عملي شي او فلسطینیان له خپل هیواد او د ژوند له اساسي حقوقو محروم شي.
د افغانستان اسلامي امارت چې تل یې د فلسطین له مظلوم ملت سره خپل دیني اخوت او خواخوږې اعلان کړې ده، د اوسنۍ توطئې په اړه هم د مخالفت غږ اوچتوي او د فلسطینیانو په حقوقو یې څرګند تجاوز ګڼي. اسلامي هیوادونه او ټول هغه اړخونه چې د عدالت په اصل باور لري باید اجازه ورنکړي چې د ظلم، غصب او تجاوز دغه ظالمانه طرحه عملي شي.
https://avapress.com/vdciqrarut1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته