دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 202370
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مشر له ولسمشر غني سره لیدنه کړې
ولسمشر اشرف غني نن جمعه ماسپښین په ارګ کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ (سنټ کام) له مشر جنرال کینټ مکینزي سره لیدلي دي. د ارګ ویاند صدیق صدیقي د دغې لیدنې په اړه تاند ته وویل چې ولمسشر او جنرال مکینزي د سیمې امنیتي وضعیت، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې جنرال مکینزي هم له ترهګرۍ سره د مبارزې او د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان ځواکونو د وړتیاو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغان ځواکونو د پام وړ توانايي پیدا کړې ده.
https://avapress.com/vdcja8e8yuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته