کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مشر له ولسمشر غني سره لیدنه کړې

11 دلو 1398 ساعت 17:51

ولسمشر اشرف غني نن جمعه ماسپښین په ارګ کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ (سنټ کام) له مشر جنرال کینټ مکینزي سره لیدلي دي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي د دغې لیدنې په اړه تاند ته وویل چې ولمسشر او جنرال مکینزي د سیمې امنیتي وضعیت، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.



په دې لیدنه کې جنرال مکینزي هم له ترهګرۍ سره د مبارزې او د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان ځواکونو د وړتیاو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغان ځواکونو د پام وړ توانايي پیدا کړې ده.


د مطلب کود: 202370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202370/د-امریکايي-ځواکونو-مرکزي-قومندانۍ-مشر-له-ولسمشر-غني-سره-لیدنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com