کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکومت دریو ارګانونو له چین نه د افغانانو د خوندي را ایستلو په اړه بیړنۍ ناسته کړې

11 دلو 1398 ساعت 18:41

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت او د هوايي چلن ملکي ادارې له چین څخه د کرونا له خطر سره مخ افغان محصلینو د خوندي را ایستلو په تړاو بیړنۍ ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د باندنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري، د روغتیا وزارت معین فدا محمد پیکان او د هوايي چلن مشر قاسم وفايي زاده ګډون کړی و چې د محصلینو د انتقال تر څنګ په کابل دننه هم د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره په جدي اقداماتو بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د دلوې په ۸مه په کابل کې د چین له سفیر وانګیوو سره په یاده کړې وه تر څ وضعیت ښه نه شي، چین دې افغانستان ته د هوايي پروازونو مخه ونیسي.



دا په داسې حال کې ده چې کرونا ویروس په یوه نیمه اوونۍ کې له چین څخه ۲۰ هیوادونو ته رسېدلی دی.
د چین ووهان ښار چې د دغه ویروس سرچینه بلل کېږي، دا مهال په کې ۶۲ افغان محصلین او ۴ کورنۍ ایسارې دي.


د مطلب کود: 202374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202374/د-حکومت-دریو-ارګانونو-له-چین-نه-افغانانو-خوندي-ایستلو-په-اړه-بیړنۍ-ناسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com