د افغانستان د باندنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت او د هوايي چلن ملکي ادارې له چین څخه د کرونا له خطر سره مخ افغان محصلینو د خوندي را ایستلو په تړاو بیړنۍ ناسته کړې ده.
په دې ناسته کې د باندنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري، د روغتیا وزارت معین فدا محمد پیکان او د هوايي چلن مشر قاسم وفايي زاده ګډون کړی و چې د محصلینو د انتقال تر څنګ په کابل دننه هم د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره په جدي اقداماتو بحث شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د دلوې په ۸مه په کابل کې د چین له سفیر وانګیوو سره په یاده کړې وه تر څ وضعیت ښه نه شي، چین دې افغانستان ته د هوايي پروازونو مخه ونیسي.