کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې مذاکراتو کې تازه خنډونه، خلیلزاد بیا پاکستان ته رسېدلی دی

11 دلو 1398 ساعت 19:08


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو وار بیا پاکستان ته تللی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي، خلیلزاد به د دغه هیواد د پوځ له مشرانو او ملکي مقاماتو سره د افغان سولې په رابطه خبرې اترې وکړي، خو زلمي خلیلزاد بیا پاکستان ته د خپل سفر په تړاو څه نه دي ویلي.
نوموړی له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په بروکسل کې دېره و تر څو د ناټو سازمان له غړو هیوادونو او استازو سره یې د افغان سولې په رابطه وروستي معلومات او مشورې شریکې کړي.
خلیلزاد طالبانو ته دا ځل له دې امله لنډ رخصت ورکړی دی چې د تاوتریخوالي د دایمي راکمولو په خاطر طالب مرکچیان له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
بلخوا طالب سرچینو داسې ویلي چې امریکا د سولې په مذاکراتو کې نوي شرطونه وړاندې کړي دي چې کېدای شي طالب مشران یې ونه مني او مذاکرات د خرابیدو پرخوا ولاړ شي.
دغه ډله وايي، د سولې د تړون د لاسلیک په ورځو کې یې د تاوتریخوالي له کمولو سره هوکړه کړې، خو افغان حکومت له اوربند پرته بل هیڅ شی نه منی.
 


د مطلب کود: 202375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202375/د-سولې-مذاکراتو-کې-تازه-خنډونه-خلیلزاد-بیا-پاکستان-ته-رسېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com