دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 202398
د ایراني ولسمشر سلاکار:

د روحاني اشاره ایراني چارواکو ته وه

د روحاني اشاره ایراني چارواکو ته وه
د ایران د ولسمشر حسن روحاني سلاکار حسام الدین اشنا د افغان ولسمشر کلتوري سلاکار شاه حسین مرتضوي ته په غبرګون کې ویلي چې د ښاغلي روحاني اشاره ایراني چارواکو ته وه 'چې کله نا کله د امکاناتو د نه شتون پلمه کوي. '
ښاغلي اشنا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې زمونږ خویندو او ورونو سره له ستونزو بیا هم وکولی شول د پرمختګ په لوري ګام پورته کړي.
ښاغلي روحاني درې ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال په ایران کې د ټاکنو د تر سره کولو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ټینګار یې دا و چې دغه هېواد کې هم باید برېښنايي ټاکنې وشي.
هغه وویل: "ان افغانستان هم برېښنايي ټاکنې کوي".هغه دا خبرې په خندا سره وکړه او د غونډې ګډونوالو هم وخندل.
ښاغلي مرتضوي دې ویډیو ته د غبرګون په توګه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: "موږ ته پېغور مه را کوئ، له موږ یې زده کړئ".
 
https://avapress.com/vdcjh8e8ouqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته