دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 202399
فلیپین کې د اورشیندي ایرې چې په خټو بدلې شوې
فلیپین کې یوه اورشیندي لاوا پیل کړې. چارواکي وايي، ممکن دا اورشیندی څو ورځو کې خطرناک مواد بادول پیل کړي. د دوشنبې په ورځ تال نومي اورشیندي لاوا پیل کړه. دا اورشیندی د فلیپین له پلازمېنې منیلا ۷۰ کیلومتره لرې سوېل کې پروت دی.

د لاوا له پیلېدو مخکې له اورشیندي ډېره ایره ووتله، چې له امله یې د سیمې نږدې اته زره کورنۍ خوندي سیمو ته بوتلل شوې.
تال د فلیپین دویم تر ټولو ډېر فعال اورشیندی دی.

تال یوه جزیره کې د جهیل په مرکز کې دی. دا د نړۍ له کوچنیو اورشیندو یو دی.
تېرو ۴۵۰ کلونو کې ترې ۳۴ ځله لاوا وتلې ده.
تېر څه مهال له تال سره نږدې سیمو کې د رېږدلې یا زلزلې ۳۲ جټکې محسوسې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcaounuo49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته