کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فلیپین کې د اورشیندي ایرې چې په خټو بدلې شوې

12 دلو 1398 ساعت 13:24

فلیپین کې یوه اورشیندي لاوا پیل کړې. چارواکي وايي، ممکن دا اورشیندی څو ورځو کې خطرناک مواد بادول پیل کړي.
د دوشنبې په ورځ تال نومي اورشیندي لاوا پیل کړه.
دا اورشیندی د فلیپین له پلازمېنې منیلا ۷۰ کیلومتره لرې سوېل کې پروت دی.



د لاوا له پیلېدو مخکې له اورشیندي ډېره ایره ووتله، چې له امله یې د سیمې نږدې اته زره کورنۍ خوندي سیمو ته بوتلل شوې.
تال د فلیپین دویم تر ټولو ډېر فعال اورشیندی دی.

تال یوه جزیره کې د جهیل په مرکز کې دی. دا د نړۍ له کوچنیو اورشیندو یو دی.
تېرو ۴۵۰ کلونو کې ترې ۳۴ ځله لاوا وتلې ده.
تېر څه مهال له تال سره نږدې سیمو کې د رېږدلې یا زلزلې ۳۲ جټکې محسوسې شوې دي.
 


د مطلب کود: 202399

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202399/فلیپین-کې-د-اورشیندي-ایرې-چې-په-خټو-بدلې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com