دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 202400
اسټرالیا کې اور د اسمان رنګ هم سور کړ
د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې ملاکوټا سیلاني سیمه ده. دا له ملبورن ښار نږدې پنځه سوه کیلومتره لرې ختیځ کې پرته ده.
دلته نږدې زر کسان اوسېږي، خو کرسمس او نورو مراسمو کې یې د سیلانیانو تګ سره وګړي ډېرېږي، چې د رخصتیو تېرولو لپاره ورځي.
خو د د سې شنبې په ورځ زرګونه خلکو نورو سیمو کې له اور د بچېدو لپاره دې سمندرغاړې ته پنا وړې ده.
سهار کې د اسمان د نارنجي رنګ او لوګي له امله خلک بیدار شول، ځکه د ځنګل اور په نږدې کېدو سره اسمان هم سور رنګی شوی دی.
سهار اته بجې ټلۍ یا زنګوله وکړنګول شوه او له خلکو وغوښتل شول چې ژر تر ژره د اوبو په لور لاړ شي، نهه نیمې بجې اسمان تک تور او هرې خوا تیاره وه.
https://avapress.com/vdcdzx0xzyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته