کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نعیمي : له خلکو سره مشوره او د هغوی خبرې اورېدل زموږ لومړیتوب او مسوولیت دی

12 دلو 1398 ساعت 11:34

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د کندوز ښاروالۍ د اته ګونو ناحیو له یو شمېر ګذر وکیلانو سره په مشورتي ناسته کي وویل چي د خلکو سره مشورې او د هغوی خبري اوریدل زموږ مسولیت دي .




ښاغلي نعیمي په یاده ناسته کې د یادو وکیلانو ټولې خبرې او مشورې واورېدې او زیاته یې کړه، که چېرته د خلکو ملاتړ او همکاري موجوده وي، نو په کندوز کې به د ابادۍ او پرمختګ روانې چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي.

دوی له کندوز والي څخه وغوښتل، چې د چاپېریال ساتنې، کندوز حلقوي سړک جوړولو، له کندوز هوايي ډګر څخه د ملکي الوتنو استفادې، د ماسټر پلان عملي کول، د ښار پراختیا، د فرهنګي او تاریخي ځایونو ساتنې او د ښار په مختلفو سیمو کې تفریحي پارکونه جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ښار په منځ کې د معتادینو له راټولېدو، د نشه يي توکو د پېر او پلور او کاروباریانو مخنیوی او نیول، په ښار کې د ورځې او شپې له مخې د امنیتي ګزمو ترسره کولو، د غیر مسووله وسله والو، جنايي جرمونو او په ښار کې د غلاوو او شوکو څخه مخنیوی هم هغه څه وو، چې د ګذر وکیلانو له خوا یې د کشفي او نظامي ادارو د لا نورو جدي او کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه وشوه.


د ناستې په پای کې د کندوز ښاروالۍ له اته ګونو ناحیو څخه راغلیو یادو یو شمېر د ګذر وکیلانو ژمنه وکړه، چې د اړتیا په صورت کې به د خپل سیمه ییز حکومت تر څنګ ولاړ وي.


د مطلب کود: 202404

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202404/نعیمي-له-خلکو-سره-مشوره-او-د-هغوی-خبرې-اورېدل-زموږ-لومړیتوب-مسوولیت-دی

آوا
  https://www.avapress.com