هغه واشنګټن سره د سعودي عربستان او د خلیج فارس د نورو عرب هیوادونو نږدې اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې اسلامي هیوادونه دې د ده به وینا مجرمینو ته د سرو قالینو د غوړولو پر ځای د هغوي پر خلاف یو لاس شي.
د ایران ولسمشر د سعودي عربستان لخوا له امریکا سره د وسلو د تړون په اړه ویلي، چې ایران د ترهګرۍ، تیري او د زبرځوکونو لخوا د پیښو ګواښونو پر وړاندې د سعودي عربستان د خلکو دفاع ته چمتو دی، او دوی ترې د دغه کار لپاره د واشنګټن په څیر سلګونه میلیارده ډالر هم نه غواړي.
تهران او ریاض، چې د اسلامي نړۍ د مشرۍ پر سر سیالۍ کې ښکیل دي، په سوریې، یمن، عراق او لبنان کې د متقابلو سیاسي ډلو ملاتړ کوي.