دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 202408
حکومتي پلاوي، له لسو ورځو راهیسې غور کې روان اعتراضونه ختم کړل
په غور کې د لس ورځنیو مدني اعتراضونو د لمنې ورټولولو لپاره د معترضانو په غوښتنه د مرکزي حکومت یو پلاوی چغچران ښار ته رسېدلی او له معترضانو سره یې په یو شمېر مواردو هوکړه کړې ده.

د ولسمشرغني د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ دغه اووه کسیز پلاوي معترضانو ته ژمننه ورکړې چې حکومت به د لعل و سرجنګل د ۴۰ کیلو متره سړک تر څنګ ۴۰ کېلو متره بل سړک هم دغه ولایت ته جوړوي او مصارف به یې د ۱۳۹۹ کال په مالي بودیجه کې ځای کوي.
دغه پلاوي سره تللي د بریښنا شرکت استازي ناصر احمد هم معترضانو ته ژمنه وکرړې چې راتلونکي کال کې به د چغچران د خلکو د بریښنا ستونزه ورحلوي، خو په بدل کې به یې اوس معترضان دولتي ادارو ته د کار اجازه ورکوي او خپل اعتراضونه به ختموي.
له دغه اووه کسیز پلاوي سره د ولسي جرګې یو پلاوی هم په چغچران کې ملګری شوی او پر حکومت یې ټینګار کړی چې دغور د خلکو لپاره به حکومت انکشافي بودیجه زیاتوي.
د غور خلکو له ۴۰ ورځو راهیسې تحصن پیل کړی او له لسو ورځو راهیسې یې ټولې دولتي ادارې تړلې وې، تر څو حکومت ورته د روان مالي کال په بودیجه کې انکشافي پروژې ورکړي، ۱۰۰ کیلو متره سړک ورجوړ کړي او د بریښنا بند ورته ودروي.
 
https://avapress.com/vdcbg5b5wrhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته