دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 202414
خلیلزاد له اسلام اباد نه کابل ته راغی
د افغان سولې لپاره د امریکا څانګړی استازی، زلمی خلیلزاد نن شنبې سهار کابل ته راغلی دی.
د حکومت یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یک تلویزیون ته وویل خلیلزاد کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده چې له غرمې وروسته له ولسمشر غني سره وویني. زلمی خلیلزاد تیره ورځې اسلام اباد ته تللی و او د دغه هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizrar5t1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته