دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 202418
چین کې د کرونا ویروس د مړو شمیر ۲۵۹ تنو ته ورسید
په چین کې د کرونا ویروس ناروغۍ د خپریدو له امله د مړه شوو کسانو شمیر د جمعې ورځې تر پایه ۲۵۹ تنو ته رسیدلی دی.
د چین د دولتي تلویزیون د رپوټ پر اساسد ناروغانو د مړینې۴۵ نوې پیښې په هابي ایالت او یوه پيښه په چونګ کینګ کې ثبت شوې ده.
همداشان دغې وژونکې ساري ناروغۍ باندې د اخته کیدو ۲۱۰۱ نوې پيښې د تیرې ورځې په اوږدو کې ثبت شوي دي.
په دې سره دغې ناروغۍ باندې د اخته شوو کسانو شمیر ۱۱۷۹۱ کسانو ته رسیدلی دی.
دغه ناروغي تر اوسه د نړۍ کابو شلو هیوادونو ته رسیدلې ده
 
https://avapress.com/vdccsiqi42bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته