کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد کابل ته رارسېدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 دلو 1398 ساعت 13:37

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد نن کابل ته رسېدلی.



د حکومت یوې باورې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستلشي نن شنبې ازادي راډيو ته وویل، چې ښاغلی خلیلزاد به نن له غرمې وروسته له ولسمشر غني سره دسولې په تړاو مفصل بحث ولري.
خلیلزاد تردې وړاندې پاکستان ته تللی و او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره کتلي دي.
ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکايي چارواکو او طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په اړه معلومات شریک کړي دي.
 


د مطلب کود: 202425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202425/خلیلزاد-کابل-ته-رارسېدلی

آوا
  https://www.avapress.com