دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 202429
۲۰ زره ښځو ته د چرګانو د ساتنې فارمونه جوړ شوي
د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي، چې روان کال په ټول افغانستان کې شاه خوا ۲۰ زرو ښځو ته د چرګانو د ساتنې واړه او متوسط فارمونه جوړ کړي دي.


د وزارت ویاند اکبر رستمي  وویل، دوی پلان لري، چې په راتلونکي کال کې په یوشمېر ولایتونو کې ۱۲۰ د چرګانو د ساتنې لوی فارمونه هم جوړ کړي.
هغه زیاته کړه: "روان کال مو ۲۰ زره ښځو ته د چرګانو د ساتنې واړه او سوداګریز فارمونو جوړ کړي، په راتلونکي کال کې په پلان کې لرو، چې په یوشمېر ولایتونو کې ۱۲۰ فارمونو چې هر فارم به له پنځه زره نیولې تر لس زرو قعطو پورې وي، جوړ کړو."
ښاغلي رستمي وايي، پانه ګوالوال کولای شي، په تخنیکي او مالي برخه کې په پانګونې سره د دغو فارمونو ۴۰ سلنه ونډه خپله کړي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د چرګانو د ساتنې د ملي ټولنې د یوې سروې له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې شاه خوا اته زره د چرګانو د ساتنې لوی او واړه فارمونه موجود دي.
په سروې کې راغلي، چې په کلني ډول دغه فارمونه ۲۲۰ زره مټریک ټنه غوښه تولیدوي، چې افغانستان له دې پلوه اتیا په سلو کې په ځان بسیا شوی دی.
 
https://avapress.com/vdceww8wojh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته