کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: راتلونکو پنځو کلونو کې به ۸۰ سلنه اوبه مهار شي

12 دلو 1398 ساعت 15:19

افغان ولسمشر وايي، د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره د اوبو مدیریت مهم دی او افغانستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ۸۰ سلنه اوبه مهار کړي.


محمد اشرف غني دا څرګندونې، تېره ورځ د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د خونې په پرانست غونډه کې وکړې.
ښاغلي غني وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات درې برابره شول او له یو میلیارد ډالرو څخه واوښتل.
محمد اشرف غني ټینګار وکړ، زموږ پلان دا دی چې هر کال باید په دې کچه ۵۰۰ میلیون ډالر زیات شي او د حکومت ژمنه دا ده چې افغان سوداګیز تولیداتو ته نړیوال بازارونه پیدا کړي.
په دې غونډه کې، د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د خونې رئیس معروف ظفر وویل، دا مهال دوی په ۷ ولایتونو کې دفترونه لري او په راتلونکو دوو میاشتو کې به په ۶ نورو ولایتونو کې هم دفترونه پرانېزي.
ښاغلي ظفر وويل، چې دغه خونه د کروندګرو مشخص ادرس دی او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د انکشاف او ورته بازار موندلو لپاره به کار وکړي.
 


د مطلب کود: 202430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202430/غني-راتلونکو-پنځو-کلونو-کې-۸۰-سلنه-اوبه-مهار-شي

آوا
  https://www.avapress.com