د امریکا دغه پخواني پوځي چارواکي په دې باور دي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی او د افغانانو له حضور پرته دا پروسه بې پایلې ده.
متقاعد جنرال جک کین وایي، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته ډېر هیله مند نه دی. نوموړی وایي، پاکستان لاهم پر طالبانو پراخ کنټرول لري او د دې ډلې د جنګیالیو لپاره مالي امکانات برابروي او په خپله خاوره کې یې خوندي مرکزونه ورکړي دي. دغه امریکایي جنرال وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې په خبرو کې هغوی ته په ډاګه کړې چې حکومتونه یې امریکا ته دروغ وایي او لایې هم نه ده ثابته کړې چې له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.