دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 202455
بريتانيا له اروپايي اتحاديې څخه په رسمي توګه ووته
وروسته له کلونو کشمکشونو او بحثونو، د «برګزيت» مسئله په رسمي توګه پای ته ورسيده او بريتانیا له اروپايي ټولنې څخه ووته. دغه موضوع، بريتانيا له يوه ژور درز او بحران سره مخ او د دوو حکومتونو د سقوط سبب شوه.
د شنبې په شپه (د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې ۳۱مه) ناوخته د «برګزيت» د عملي کيدو بهير رسماً پيل شو او په سبا يې، یعني نن د فبرورۍ په لومړۍ نيټه، بريتانيا له شاوخوا نيمې پيړۍ وروسته له اروپايي ټولنې څخه جلا شوه.
که څه هم د لندن ښار اکثرو اوسيدونکو له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو ريفرنډم ته مخالفې رايې ورکړې وې، خو بيا هم د شنبې په شپه تر ناوخته خلک د پلازمينې په مختلفو برخو، په ځانګړې توګه د پارلمان او د لومړي وزير دفتر په شاوخواو سيمو کې راټول شوي ول، تر شپې ناوخته يې خوشاليانې کولې او له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو جشن يې لمانځه.
بريتانيا چې له ۱۹۷۳م کال راهیسې د اروپايي اتحاديې غړې وه، د شنبې شپې په ۱۱ بجو (د مرکزي اروپا پر وخت د شپې ۱۲ بجې) له اروپايي اتحاديې څخه جلا شوه.
د برګزيت رسمي پیل، له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د فوري ارتباط پرې کيدو په معنی نه ده. تر يوې ۱۱ مياشتنۍ انتقالي دورې پورې به د لندن او بروکسل تر منځ ټول ګمرګي قراردادونه د اعتبار وړ وي. په دغې دوره کې به دواړه لوري د خپلو راتلونکو روابطو په اړه ډير سخت مذاکرات هم ترسره کړي.
په دې منځ کې به يوه تر ټولو جنجالي او مبهمه موضوع، د شمالي ايرلند او د ایرلند جمهوريت تر منځ د سرحد د مسئوليت ټاکل وي. دا د اروپايي اتحاديې او بريتانيا تر منځ يوازينی ځمکنی سرحد دی. په پام کې ده چې لندن او اروپايي شورا د مارچ مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د دغه سرحد د برخليک ټاکلو په اړه مذاکرات پيل کړي.
برګزيت د ۲۰۱۶م کال په دوبي کې يوه له شوره ډکه ټول پوښتنه وه، چې په نتيجه کې يې څه کم ۵۲ سلنه رای ورکونکو ورسره توافق کړی وو. دغه ماتيدونکې بريا، د بريتانيا په سياسي ګوندونو او سياسي تشکيليونو کې سخت جنجالونه او په ټولنه کې يې ژور درز رامنځ ته کړ. 
د بريتانيا پخوانۍ لومړۍ وزيره، تیرېزا مې، وروسته له هغې چي د برګزيت په تړاو يې څو ځله د پارلمان موافقې راېې ترلاسه نه کړې، له واکه لیرې شوه. د دغه بحران په ادامه کې په بريتانيا کې له وخت څخه مخکې انتخابات ترسره شول. په انتخاباتو کې د بوریس جانسن په مشرۍ محافظ کار ګوند چې د بريګزيت يو سرسخت پلوی دی، وتوانید د پارلمان اکثريت څوکۍ وګټي او په دې سره جانسن د مې ځای ناستی شو.

 
https://avapress.com/vdcdkx0xkyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته